Psychosocial Counseling Center In charge (Female)/ دروانی صحت او روانی- ټولنیز مشورو دمرکز مسوله
ARDHO
توضیح شغل
ACBAR: Psychosocial Counseling Center In charge (Female)/ دروانی صحت او روانی- ټولنیز مشورو دمرکز مسوله Follow ACBAR Agency Coordinating Body for Afghan Relief and Development About the Company د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) یوه خپلواکه، غیر دولتي، غیرسیاسي او غیرانتفاعي مؤسسه ده، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ټولنې د پراختیا او څېړنې په برخو کې د یو شمېر متخصصینو له خوا رامنځته شوې او د افغانستان د اقتصاد وزارت سره د ۴۷۲۷ شمېرې په لرلو ثبت شوې ده. د دې مؤسسې اساسي موخه د نړیوالې ټولنې د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پرمختګ، هوساینې او دوامدارې پراختیا په بهیر کې اغېزمنه ونډه اخیستل دي. ARDHO د سیمهییزو ظرفیتونو د لوړولو، په بېلابېلو برخو کې د علمي څېړنو او شواهدو پر بنسټ د معلوماتو د تولید، د اغېزمنو او شواهدو پر بنسټ د غوره کړنو د ترویج، او د ټولنو په کچه د پرمختیايي پروژو د طرحې او پلي کولو له لارې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي. د ARDHO فعالیتونه د بشري مرستو او پرمختیايي پروژو پلان جوړونه، د امکانسنجونې مطالعاتو طرحه او ترسره کول، او د غوره کړنو پر بنسټ د ټولنې د پرمختګ لپاره د ټولنېمحوره فعالیتونو مدیریت رانغاړي. دغه اداره هڅه کوي چې د خپلو پروګرامونو او خدماتو له لارې د هدفمندو ټولنو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د هغوی د ژوند د شرایطو په ښه والي کې اغېزمنه ونډه واخلي. ARDHO د ټولنې د هراړخیزې او دوامدارې پراختیا لپاره څو اړخیزه تګلاره غوره کړې ده او خپل خدمات د روغتیا، تغذیې، څېړنې، پوهنې، اوبو رسولو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH)، د خوړو خوندیتوب او معیشت په برخو کې وړاندې کوي. د ښځو پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیتونو لوړول د ARDHO له مهمو ګډو او بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دي. دغه اداره هڅه کوي چې د ښځو پیاوړتیا د خپلو پروګرامونو او فعالیتونو په ټولو برخو کې په پام کې ونیسي، څو ښځې وکولای شي د ټولنې په پرمختګ او د خپلو کورنیو او ټولنو په هوساینې کې اغېزمنه ونډه ولري. ARDHO د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د فعالیت او د خپلو خدماتو د وړاندې کولو وړتیا لري او د ټولنو له اړتیاوو سره سم د بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د سیمهییزو ټولنو له همکارۍ او باور څخه برخمنه ده. Job Summary د دندې موخه د رواني ـ ټولنیزو مشورو مرکز مسؤله به د نورستان ولایت د دوآب ولسوالۍ په کولم روغتیايي مرکز کې د مرکز د ورځنیو فعالیتونو د مدیریت، د کارکوونکو د څارنې، د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیزو خدماتو د کیفیت د تأمین، د قضیو د سم مدیریت او ثبت، او له اړوندو روغتیايي ادارو سره د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه ولري. اساسي مسؤلیتونه د رواني ـ ټولنیزو مشورو مرکز د فعالیتونو رهبري او مدیریت. د مرکز د ورځنیو چارو او کارکوونکو څارنه او مدیریت. مراجعینو ته د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیزو مناسبو خدماتو د وړاندې کولو ډاډ ترلاسه کول. د ولایتي عامې روغتیا ریاست، روغتونونو، روغتیايي مرکزونو او اړوندو ادارو سره همغږي. د مراجعینو د قضیو ثبت، مستندسازي، تعقیب او مدیریت. د معلوماتو راټولولو مسؤل او رواني ـ ټولنیز مشاور د فعالیتونو څارنه. د اوونیزو، میاشتنیو او ربعوارو راپورونو چمتو کول او اړوند مدیریت ته سپارل. د مراجعینو د شخصي معلوماتو او قضیو د محرمیت ساتل. د مراجعینو د ستونزو پېژندل او د اړتیا په صورت کې نورو مناسبو خدماتو ته راجع کول. د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي په پروګرامونو کې همکاري. د مسلکي معیارونو، اداري پالیسیو او اخلاقي اصولو رعایت. د مستقیم مسؤل یا د ARDHO ادارې د مدیریت له خوا د سپارل شویو نورو اړوندو دندو ترسره کول. Job Requirements د طب پوهنځي څخه د فراغت سند ولري. کاري تجربه: د رواني روغتیا، رواني ـ ټولنیزو مشورو یا اړوندو برخو کې لږ تر لږه ۲–۳ کاله کاري تجربه ولري. جنسیت: یوازې ښځینه نوماندانې د غوښتنلیک وړ دي. ژبې: په پښتو او دري ژبو تسلط ولری د انګلیسی ژبی سره بلدتیا ولري. د اړیکو، همغږۍ، راپور ورکولو، د قضیو مدیریت او د کارکوونکو د څارنې وړتیا ولري. د مراجعینو د معلوماتو محرمیت او مسلکي اخلاقو ته ژمنه وي. په نورستان ولایت، د دوآب ولسوالۍ پروین بشپړ روغتیایی مرکز کی د دندې ترسره کولو ته چمتو وي. په کنړ ولایت، د پیچ دره ولسوالۍ کې برکنډی روغتیایی مرکز کی د دندې ترسره کولو ته چمتو وي. Submission Guideline د غوښتنلیک د لېږلو لارښوونې ټولې واجد شرایطه او علاقه منده ښځینه نوماندې کولای شي صوانح (CV)، د تحصیلي اسنادو کاپي او اړوند مسلکي اسناد د لاندې برېښنالیک له لارې د ARDHO مؤسسې د بشري سرچینو څانګې ته واستوي. د غوښتنلیک برېښنالیک : مهرباني وکړئ د برېښنالیک په موضوع (Subject) کې د بست نوم او د اعلان شمېره په واضح ډول ولیکئ. یوازې له هغو نوماندانو سره به اړیکه ونیول شي چې د لومړنۍ ارزونې له مخې د مرکې یا نورو استخدامي پړاوونو لپاره غوره شي. یادونه: نیمګړي غوښتنلیکونه او له ټاکلې نېټې وروسته رارسېدلي غوښتنلیکونه د ارزونې وړ نه دي. Email / Application Form: Similar Jobs View all jobs Lecturer/Assistant Professor - PhD in Finance (Re Announced) NEW Kardan University (KU) Full Time Kabul 2026-11-12 8 hours ago Transmission Officer (Re Announced) (Re Announced) NEW Hindukush Bridge ICT Services Company Full Time Balkh 2026-11-05 8 hours ago Concrete Batching Plant Operator / Engineer NEW Hamkar Noor Ltd Company Full Time Herat 2026-11-15 8 hours ago Agriculture Master Trainer (Casual Worker) NEW Mercy Corps Afghanistan Full Time Kandahar 2026-11-01 9 hours ago Agriculture Master Trainer (Casual Worker) NEW Mercy Corps Afghanistan Full Time Helmand 2026-11-01 9 hours ago HMIS coordinator/Monitoring & Performance Manager NEW MMRCA Full Time Sar-e Pol 2026-11-07 10 hours ago Hospital Marketing Manager NEW Kabul best private hospital Full Time Kabul 2026-11-13 10 hours ago Education Technical Officer NEW International Rescue Committee (IRC) Full Time Balkh 2026-11-04 10 hours ago Aviation Security Officer NEW GAAC Holding Full Time Balkh 2026-11-07 10 hours ago Senior Enterprise Infrastructure & Hardware Engineer NEW Afghan Wireless Communication Company Full Time Kabul 2026-11-19 11 hours ago
Questions fréquentes
چرا این پیشنهاد را گزارش میکنید؟
در 30 ثانیه درخواست کنید
ایمیل خود را برای درخواست وارد کنید. یک حساب بهصورت خودکار ایجاد میشود.
با ادامه، شرایط استفاده ما را میپذیرید.
قبلاً حساب دارید؟ ورود
Une question sur cette offre ?
Posez-la ici : vous recevrez le récapitulatif de l'offre par e-mail, tout de suite.
منتشر شده 4 ساعت پیش
منقضی میشود 1 ماه دیگر
5 بازدیدها · 0 interested
شانس خود را افزایش دهید
رزومه خود را بارگذاری کنید: ما آگهیهایی که با پروفایل شما مطابقت دارند پیشنهاد میکنیم.
در حال تجزیه رزومه شما...
ARDHO
آگهیهای مشابه
-
HMIS Coordinator / Monitoring & Performance Manager
Medical Management and Research Courses Afghanistan (MMRCA) Sar-e-Pul -
MHPSS Officer
Way of Hope to Life Organization (WHLO) -
Assistant Pharmacist (Female Only)
Muslim Hands Afghanistan -
General Surgeon (Male) – Aqtipa CHC+, Kunduz
MAGNA Kunduz -
Female Medical Doctor (Re Announced)
Relief International